کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د روغتیا صوبايي وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې د بلوچستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عامو خلکو د اسانتیا لپاره د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او خلک ترې پراخه ګټه اخلي. نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د دې پرمختګ څرګنده بېلګه په سپیني روډ کې جوړ شوی نوی ټراما سنټر دی چې خلکو ته پکې بېلابېلې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي. هغه وویل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په ځانګړي ملاتړ د دولتي روغتونونو ترڅنګ نوی ټراما سنټر جوړ شوی چې بې وزله او شتمن دواړه ترې ګټه اخلي. د نوموړي په وینا، پخوا به د بلوچستان خلک د درملنې لپاره د هېواد نورو ښارونو ته تلل او ځینو بې وزلو کسانو سره د سفر کرایه هم نه وه، خو حکومت د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره پر خپلو ژمنو د عمل کولو هڅې کړې دي. هغه وویل چې اړوندو ادارو او ډاکټرانو ته د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د غفلت د نه منلو سپارښتنه شوې ده. د رسمي او نورو راپورونو له مخې د سپیني روډ نوی ټراما سنټر شاوخوا ۱۳۵ تر ۱۵۰ بستریز ظرفیت لري او د بیړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره جوړ شوی دی.
