کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار ویلي چې له شپږو څخه زیات مسلمان هېوادونه د مکې د ګډ دفاعي تړون سره د یوځای کېدو لېوالتیا لري، خو اوس مهال د دغو هېوادونو نومونه څرګندول مناسب نه دي. نوموړي وویل چې پاکستان د سعودي عربستان د دفاع پابند دی او د سپټمبر په ۲۱مه او ۲۲مه پر سعودي عربستان له ۱۷ څخه تر ۱۸ پورې بریدونه شوي دي. د اسحاق ډار په وینا، د مکې ګډ دفاعي تړون دفاعي بڼه لري او د دغه تړون له مخې به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې غونډه ترسره شي چې په ترڅ کې به د سعودي عربستان اوسنی وضعیت وڅېړل شي. هغه وویل چې د تړون اداري جوړښت او کړنلارې بشپړېږي او لومړی سرمنشي به د پاکستان وي.
