پاکستان ۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د ګورنر راج او بېړني حالت اختیار شته، پرېکړه به فدرالي حکومت کوي: رانا ثناءالله

کوټه (ویب نیوز) د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي چې د ګورنر راج او بېړني حالت اختیار شته او په دې اړه به فدرالي حکومت پرېکړه کوي، خو تر اوسه په دې اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. نوموړي له اپوزېسیون سره د خبرو د دویم پړاو وروسته وویل چې اپوزېسیون خپل غوښتنې وړاندې کړې دي او دواړه لوري به له خپلو مشرانو سره له سلا وروسته بیا سره وګوري. رانا ثناءالله وویل چې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ اړیکې باید دوام ولري، د خیبر پښتونخوا حکومت باید د ترهګرۍ پر وړاندې د فدرالي حکومت له پالیسۍ سره همکاري وکړي او په دې مسئله کې باید سیاست ونه شي. هغه وویل که حکومت دې پایلې ته ورسېد چې روان وضعیت هېواد ته زیان رسوي، نو د اساسي قانون او قانون له مخې به د شته انتخابونو په اړه پرېکړه وشي.