پاکستان ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د مذاکراتو داخلي خبرې باید بهر ونه ایستل شي، علامه ناصر عباس

کوټه (ویب نیوز) له حکومتي پلاوي سره په مذاکراتو کې د اپوزېسیون د ډلې غړي او په سنا کې د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس ویلي چې په تېره ناسته کې پرېکړه شوې وه چې د مذاکراتو داخلي خبرې به بهر ته نه ایستل کېږي، خو له بده مرغه د پاکستان پیپلز ګوند سناتورې شېري رحمان ځینې خبرې رسنیو ته کړې دي، په داسې حال کې چې هغې دا نه دي ویلي چې د اپوزېسیون له لوري ورته څه ځواب ورکړل شوی و. علامه ناصر عباس د خواجه آصف پر بیان هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نه پوهېږي هغه دغه بیان په خوب کې لیکلی که څنګه، او باید پر ټولو هغو کسانو لږ تر لږه د ۴۰ ورځو لپاره د مذاکراتو په اړه د خبرو بندیز ولګول شي. بل لوري ته د پیپلز ګوند سناتورې شېري رحمان ویلي چې هڅه یې دا ده چې موضوع په ډیموکراتیکه توګه حل شي، هر څوک کولای شي د خپلې ډلې پر دریځ خبرې وکړي، خو د مذاکراتو په اړه خبرې نه شي کولای. د حکومت او اپوزېسیون د مذاکراتو مشري د قومي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق کوي؛ په حکومتي پلاوي کې محسن نقوي، امیر مقام، طلال چودري، رانا ثناالله، نوید قمر، شېري رحمان او اعجاز جاکهراني، او د اپوزېسیون په پلاوي کې علامه ناصر عباس، بیرسټر ګوهر، اسد قیصر، سلمان اکرم، عامر ډوګر او حلیم عادل شامل دي.