کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې ګورنر راج او بېړنی حالت اساسي قانوني لارې دي او وفاقي حکومت ورته چمتووالی هم درلود، خو پیپلز ګوند مشوره ورکړې چې تر دې مخکې باید د موضوع د سیاسي حل هڅه وشي. نوموړي په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې هڅه به وشي چې پي ټي آی قانع کړل شي څو خپل اوږد لاریون بریالی وبولي او پای ته یې ورسوي. بلاول بوټو له تحریک انصاف څخه غوښتنه وکړه چې سیاسي موضوعات له ترهګرۍ څخه جلا وساتي، ځکه د ده په وینا د ترهګرۍ پر وړاندې باید په ګډه مبارزه وشي. نوموړي د کراچۍ د اوبو، فاضله اوبو او نورو بنسټیزو ستونزو په اړه وویل چې ښار ته د هغه د برخې اوبه نه ورکول کېږي، د کیماړۍ خلکو ته د اوبو رسولو لپاره به اقدامات کېږي او لیاري ته به لس میلیونه ګیلنه اضافي اوبه ورکړل شي. هغه وویل چې د «کې فور» په پروژه کې وفاق مهم رول لري او د دې پروژې د پرمختګ په اړه د وفاقي حکومت د اقداماتو په تمه دي.
