کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ امیر مولانا عبدالرحمن رفیق او نورو مشرانو ویلي چې د ناامنۍ او اداري بېغورۍ له امله کوټه ښار په عملي توګه د بېسرپرستۍ ښکار شوی، د خلکو سر او مال خوندي نه دي او وژنې او زیاتېدونکي جرمونه د ورځني ژوند په برخه بدل شوي دي. دوی وویل چې خلکو ته امنیت ورکول د حکومت او ادارې بنسټیز مسؤلیت دی او د امن او نظم خراب وضعیت له امله ښاریان له سختې اندېښنې سره مخ دي. د مشرانو په وینا، د جمعیت علمای اسلام د کوټې ولسوالۍ د عمومي شورا غونډه به د اکتوبر په ۸مه ترسره شي، چې په کې به د کوټې اوسنی وضعیت او د ښار مهمې ستونزې وڅېړل شي او د غړو له مشورې وروسته به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي.
