مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

سریاب کې د پیپلز ګوند پراخې شمولیت ته هرکلی

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان پیپلز ګوند بلوچستان صوبایي مشر او قبایلي شخصیت میر خیرالله جتک د سریاب څخه د حاجي میر علي مدد جتک په مشرۍ کې د جمعیت علمای اسلام څخه د سلګونو کسانو استعفا او په پاکستان پیپلز ګوند کې د هغوی د شمولیت هرکلی کړی دی. هغه ویلي چې حاجي میر علي مدد جتک د خلکو رښتینی، مخلص او محبوب مشر دی چې پرې ولس پوره باور لري. میر خیرالله جتک زیاته کړه چې د بلوچستان خلک اوس له تکراري شعارونو او تشو وعدو ستړي شوي دي او یوازې په هغو مشرانو اعتماد کوي چې عملي خدمت او د خلکو د ستونزو حل ته ژمن وي. هغه وویل چې پیپلز ګوند د شهید ذوالفقار علي بھټو او شهیدې بې نظیر بھټو د عوامي فلسفې امین ګوند دی او په بلوچستان کې ورځ تر بلې پیاوړی کېږي، او دا ډول شمولیتونه د ګوند د زیاتېدونکې مقبولیت څرګند ثبوت دی.