کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د بلوچستان صرافه ایسوسی ایشن صوبایي جنرل سیکرټري سردار علي رضا یوسفزئی د حکومت بلوچستان او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت د مرستیال بابر یوسفزئی څخه د زړه له کومې مننه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د شخصي او مخلصانه هڅو له امله د عید الاضحی (عید قربان) په خوشحالۍ کې د لاک ډاون ختمېدو یا نرمښت د صرافه او تاجر برادري لپاره یو غوره تحفه ده. هغه وویل چې موږ د دې تاجر دوست فیصلې له امله د وزیراعلی بلوچستان میر سرفراز بګټي هم مننه کوو او هیله لرو چې حکومت به له دې وروسته هم د داسې بندیزونو په اړه بیا کتنه کوي. سردار علي رضا یوسفزئي زیاته کړه چې صرافه برادري د حکومت سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کوي او په بازارونو کې د امن او نظم د ټینګښت لپاره به خپل رول ادا کوي تر څو د عید په دې مبارک موقع کې ټولې چارې په ښه ډول پر مخ ولاړې شي او د هېواد د مسؤلو وګړو په توګه خپل مثبت کردار ادا کړي.
