مقامی ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

ښوونکي د ملت معماران او د روښانه راتلونکي ضامن دي، د دوی خدمتونه به تل په یاد ساتل کېږي، بخت محمد کاکړ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د ښوونکو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې ښوونکي د ټولنې په پرمختګ، سوکالۍ او فکري روزنه کې بنسټیز رول لري، هغوی زده کوونکو ته د علم تر څنګ د شخصیت جوړونې، اخلاقي روزنې او د مسؤلیت احساس هم ورکوي او د دوی هڅې، لارښوونې او محنت ملتونه د پرمختګ پر لور بیایي. هغه وویل چې د هر ملت پرمختګ تر ډېره د معیاري تعلیم او وړ ښوونکو پورې تړلی دی، نو د ښوونکو د مقام او درناوي ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت دی. هغه زیاته کړه چې تعلیم او روغتیا د هرې ټولنې بنسټیزې اړتیاوې دي او د یوه باخبره، تعلیم یافته او مسؤل نسل د روزنې لپاره په دواړو برخو کې پرمختګ اړین دی. بخت محمد کاکړ وویل چې د بلوچستان په څېر د پراخې جغرافیې او بېلابېلو سیمو لرونکي صوبه کې تر لرې پرتو سیمو د تعلیم رسول، د تعلیمي معیار لوړول او ځوان نسل له عصري غوښتنو سره همغږی کول د ښوونکو مهم مسؤلیت دی، له همدې امله د هغوی هڅونه، د مسلکي وړتیاوو لوړول، د قانوني حقونو ساتنه او د مناسب تدریسي چاپېریال برابرول اړین دي. هغه وویل چې ښوونکي د ډاکټرانو، انجینرانو، ساینس پوهانو، څېړونکو، افسرانو او د بېلابېلو برخو د متخصصینو په روزنه کې مهم رول لري او د دوی خدمتونه هېڅکله نه شي هېرېدای. صوبايي وزیر ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د ښوونکي درناوی په حقیقت کې د علم، شعور او روښانه راتلونکي درناوی دی.