کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان پیپلز ګوند بلوچستان د وومن ونگ د اطلاعاتو سیکرټرې او د بلوچستان کمېشن آن دی سټېټس آف ویمن چیرپرسن مېرمن کرن بلوڅ سره د پیپلز ګوند د بلوچستان د صوبایي کونسل غړي حیات الله خان کاکړ په دفتر کې ملاقات وکړ، چې په کې د صوبې پر سیاسي حالاتو، ګوندي چارو او روانو پرمختیایي منصوبو تفصیلي خبرې وشوې. کرن بلوڅ وویل چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بھټو زرداري د بلوچستان د پرمختګ او د خلکو د فلاح لپاره ځانګړي اقدامات کوي او په دې لړ کې د ټراما سنټر او اېئر ایمبولینس سروس په څېر منصوبې د خلکو لپاره د روغتیایي آسانتیاوو ښه کولو کې مهم رول لري، او ان شاءالله ډېر ژر به بلوچستان د پرمختګ پر لور لا ډېر ګامونه واخلي. هغې زیاته کړه چې پیپلز ګوند تل د ولس خدمت ته ژمن پاتې شوی او رهبري یې د صوبې د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات کوي. په دې موقع حیات الله خان کاکړ وویل چې پیپلز ګوند په بلوچستان کې فعال رول لوبوي او د ډپټي سپیکر غزالا ګولا او د وومن ونگ مشرتابه د ګوند د پیاوړتیا او د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ کار کوي، چې له امله یې ګوند ورځ تر بلې لا قوي کېږي.
