پاکستان ۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته په اسلام آباد کې امنیتي وضعیت سخت، نور کانتینرونه غوښتل شوي

اسلام آباد (ویب نیوز) د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ترمنځ د مذاکراتو له ناکامۍ او د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل افریدي په مشرۍ د لانګ مارچ له پیل وروسته په اسلام آباد کې امنیتي حالت سخت شوی او امنیتي لوړ خبرداری ورکړل شوی دی. د وفاقي پلازمېنې په ریډ زون او مهمو لویو لارو کې له مخکې موجودو کانتینرونو سربېره د ښار د ننوتلو پر لارو د نورو کانتینرونو د راوړلو پرېکړه شوې ده، په داسې حال کې چې له سیند څخه د پولیسو ځواک اسلام آباد ته رسېدلی او له پنجاب څخه راتلونکی ځواک په ولاړه ساتل شوی دی. په اسلام آباد کې د رېنجرز د ځای پر ځای کولو موده هم د اکتوبر له ۵مې تر ۱۵مې غځول شوې او په دې موده کې به شاوخوا ۳ زره سرتېري دندې ترسره کوي. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې حکومت به د مې د نهمې پېښې د تکرار اجازه ورنه کړي او که د لانګ مارچ پر مهال د چا د مرګ ژوبلې پېښه وشوه، مسؤلیت به یې د خیبر پښتونخوا پر اعلیٰ وزیر سهیل افریدي وي. نوموړي ویلي چې پر اسلام آباد د یرغل اجازه به ورنه کړل شي او حکومت د لانګ مارچ د مخنیوي لپاره بشپړ انتظامات کړي دي. بلخوا د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په اسلام آباد کې لارې نه دي تړل شوې او په بېلابېلو ځایونو کې کانتینرونه د ولس د خوندیتوب او د امن و امان د ساتلو لپاره ایښودل شوي دي.