پېښور (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا له لکي مروت ولسوالۍ څخه د یکشنبې په ورځ پیل شوی د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ تر کرک ورسېد. د بنو او کرک ترمنځ د ختم نبوت څلورلارې کې ګډونوالو ته په وینا کې د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي وویل چې پي ټي آی پر مذاکراتو باور لري، خو په وروستیو خبرو کې د ځینو کړیو له لوري داسې غوښتنې مطرح شوې چې د دوی حکومت یې د صوبې او ولس د ګټو خلاف ګڼي. نوموړي وویل چې په خیبر پښتونخوا کې به هېڅ پوځي عملیات او ډرون بریدونه ونه منل شي او د صوبې د ستونزو د حل لپاره باید سیاسي مذاکرات وشي. سهیل افریدي تر دې وړاندې په لکي مروت کې د لانګ مارچ د پیل پر مهال هم ویلي وو چې د صوبې او ولس د ګټو خلاف به هېڅ تګلاره ونه مني. د اعلان شوي پروګرام له مخې به کاروان په کرک کې له شپې تېرېدو وروسته د کوهاټ، پېښور او چارسدې پر لور حرکت ته دوام ورکړي.
