مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ناامنۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی: عوامي نېشنل ګوند

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د عوامي نېشنل ګوند (اې این پي) صوبایي ترجمان په خپل تفصیلي بیان کې په بلوچستان کې د خرابېدونکي امن و امان، د ناامنۍ زیاتېدونکي پېښو، ټارګټ کلنګ، د تاوان لپاره د خلکو تښتولو او د سیاسي مشرانو او کارکوونکو پر ضد د بې‌ځایه عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې په صوبه کې د امن وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د دې منفي اغېزې په ځانګړي ډول په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي. په بیان کې د پروفیسور حیات غم خوار د هدفې وژنې، د پروفیسور صابر او د هغه د ملګرو د مبینه تښتونې، او د بلوچستان نېشنل ګوند د مرکزي مشر او پخواني ایم این ای میر عبدالرؤف مینګل د کور پر چاپه سخته غندنه شوې ده. اې این پي ویلي چې په صوبه کې د وسله والو ډلو زیاتېدونکې فعالیتونه خلک په سخت ویره کې اچولي او که دا وضعیت همداسې روان پاتې شي نو صوبه د خطرناک حالت او حتی د ناسمې جګړې لور ته تللی شي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې د صوبې په لویو لارو کې د ناامنۍ له امله عام خلک، مسافر او سوداګر هره ورځ له لوټمارۍ او جدي خطرونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې حکومتونه یوازې دعوې کوي خو عملي وضعیت بل ډول دی. اې این پي له حکومته غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې د خرابېدونکي امن جدي نوټس واخلي، وسله والې ډلې ختمې کړي او د خلکو، استادانو، سیاسي کارکوونکو او عامو وګړو د ژوند او مال تحفظ یقيني کړي.