لاهور (ویب نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې د حکومت او اپوزېسیون ترمنځ په مذاکراتو کې پر ۹۹ سلنه مهمو مواردو هوکړه شوې وه او د هوکړې څلور مسودې هم تیارې شوې وې، خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د مذاکراتو په وروستي پړاو کې بهیر له خنډ سره مخ کړ. هغه په خبري کنفرانس کې وویل چې د حکومت اساسي موضوع سیاسي نه، بلکې ترهګري وه او غوښتل یې چې د خیبر پښتونخوا حکومت په دې برخه کې د وفاق ترڅنګ ودرېږي. د هغه په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو په اړه د ملي پالیسۍ ملاتړ، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او له افغانستان د اوسني سرپرست حکومت سره د مستقیمو اړیکو نه ساتلو په ګډون پر ځینو مواردو موافقه کړې وه، خو وروسته ترې شاته شوه. محسن نقوي وویل چې احتجاج کول د تحریک انصاف حق دی، خو حکومت به د مې د نهمې په څېر د پېښې او د محکمې د حکمونو د سرغړونې اجازه ورنه کړي او که لانګ مارچ پیل شو، مذاکرات به پای ته ورسېږي. بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افريدي له لکي مروت څخه د لانګ مارچ د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې قافلې به د بېلابېلو ضلعو له لارې تېرېږي او د اکتوبر پر اتمه به په خیراباد کې راټولېږي، چې هلته به د راتلونکو اقداماتو وروستۍ تګلاره اعلان شي.
