کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د صوبایي سېکرټرېټ له لوري په یوه سخت بیان کې د فارم ۴۷ پر بنسټ جوړ شوي صوبایي حکومت له خوا د بېلابېلو ډویژنونو، ضلعو او اداري یونټونو د نومونو، حدودو او جغرافیایي جوړښت کې د ولسي ارادې خلاف بدلونونو نوټیفیکېشن په بشپړ ډول رد کړی دی. په بیان کې ویل شوي چې دا ډول فیصلې نه یوازې د اړوندو سیمو تاریخي، جغرافیایي او ملي پېژند ته مستقیم زیان رسوي بلکې د یوې منظمې سیاسي منصوبې برخه ده چې هدف یې د دې سیمو د قومونو ملي یووالی، تاریخي تشخص او اداري حیثیت کمزوری کول دي. ګوند ویلي چې د کوټې ډویژن کې د مستونګ ضلع شاملول، زیارت له سبي ډویژن څخه ایستل، د سبي تاریخي نوم بدلول او په سبي ډویژن کې د کچي شاملول د ځمکنۍ حقیقتونو خلاف او د ولسي ارادې پر ضد زبردستي فیصلې دي. په بیان کې دا هم ویل شوي چې زیارت له تاریخي پلوه د سبي ډویژن برخه پاتې شوې او د دې جغرافیایي او کلتوري حیثیت له پامه غورځول نه شي کېدای، او د سبي له ډویژن څخه د زیارت ایستل د منلو وړ نه دي. ګوند خبرداری ورکړی چې که حکومت دا متنازع فیصلې بېرته وانخلي نو د دې پر ضد به پراخ ولسي او سیاسي احتجاجي تحریک پیل کړي او موضوع به په عدالتي او ټولو آئیني فورمونو کې پورته کړي.
