ډېره اسماعیل خان: د خېبر پښتونخوا پخوانی اعلیٰ وزیر علي امين ګنډاپور د لانګ مارچ د ګډون اراده پرېښوده او له خپل کاروان سره بېرته خپلې استوګنځي ته ستون شو. علي امين ګنډاپور د یارک ټال پلازې څخه بېرته روان شو او ډېره اسماعیل خان ته له رسېدو وروسته یې وویل چې موږ به قانون په لاس کې وانخلو. هغه غوښتل چې د لانګ مارچ د ګډون لپاره ګنډي چوک ته ورسېږي، خو د یارک ټال پلازه د کانټینرونو په وسیله تړل شوې وه، چې له امله یې بېرته ستون شو.
