اسلاماباد(ویب نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطا تارړ پر خیبر پښتونخوا حکومت تور لګولی چې د ترهګرۍ په مخنیوي کې پاتې راغلې او د ترهګرو لپاره د فعالیت زمینه برابروي. نوموړي په خپل بیان کې وویل، که صوبایي حکومت د خلکو د سر او مال ساتنه نه شي کولی، نو دا د حکومت ناکامي ده، بلکې د ترهګرۍ پر ضد د اقدام پر ځای ترهګرو ته اسانتیاوې برابرېږي. عطا تارړ وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د اعلیٰ کچې کمېټې غونډه هم نه رابلل کېږي، زرګونه سرتېري او افسران شهیدان شوي، خو د ترهګرۍ غندنه هم نه ده شوې. نوموړي وویل چې له پاکستانه ګټې اخیستل کېږي، خو ملاتړ د افغانستان کېږي، او باید وویل شي چې ولې د صوبې چارواکي د شهیدانو په جنازو کې ګډون نه کوي. وفاقي وزیر ادعا وکړه چې دوه مخی سیاست او له ترهګرو سره د مبینې اړیکو موضوع ښکاره شوې او د خلکو د سر او مال ساتنه باید له سیاسي ګټو څخه لومړیتوب ولري.
