پاکستان ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د وزیراعظم او د بحري ځواکونو مشر لیدنه، د سمندري دفاع او سیمه‌ییز امن په اړه خبرې

اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند)وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان د بحري ځواکونو له مشر ایډمرل نوید اشرف سره لیدنه کړې چې پکې د پاکستان نیوي اړوند مسلکي چارو، بحري دفاع، د چمتووالي کچې او د ملي امنیت په مهمو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې. د سرچینو له مخې په دې ملاقات کې د هېواد د سمندري سرحدونو د خوندیتوب او دفاعي تیاریو په اړه هم نظرونه تبادله شول. له بلې خوا وزیراعظم په خپل بیان کې د متحد عربي اماراتو د براکه نیوکلیئر پلانټ پر ضد د ډرون برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د اماراتو له مشرتابه او ولس سره بشپړه پیوستون لري. هغه زیاته کړه چې ټول اړخونه دې زغم وښيي او د نړیوال قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ادا کړي، او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ډیپلوماسي او مذاکرات یوازینۍ لاره ده او د کړکېچ کمولو لپاره سیاسي او سفارتي حل ناگزیر دی.