تازه خبرونه ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي: ایران

تهران (ورځپاڼه نوی ژوند)د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې د پاکستان په منځګړیتوب روانې دي او دواړو لورو د ایران د وروستۍ وړاندیز په اړه خپل نظرونه او ځوابونه هم تبادله کړي دي. د هغه په وینا د ایران تمرکز د جګړې د پای ته رسولو پر لور دی او دا مذاکرات مستقیم نه بلکې د ثالثۍ له لارې مخته ځي چې پکې پاکستان مهم رول ادا کوي. ویاند زیاته کړه چې د وروستیو پرمختګونو باوجود د دواړو هېوادونو ترمنځ اساسي اختلافات لا هم شته، خو اړیکې نه دي پرې شوې او د خبرو سلسله روانه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ایران او عمان تخنیکي ټیمونو په عمان کې د هرمز تنګي د خوندي سمندري تګ راتګ په اړه هم خبرې کړې دي او له نورو اړوندو فریقینو سره هم اړیکې جاري دي. هغه ټینګار وکړ چې ایران د هېڅ ګاونډي هېواد، په شمول د متحده عربي اماراتو، سره دښمني نه لري، او د یورانیمو د غني کولو په خپل حق هېڅ ډول معامله نه کوي. ویاند وویل چې د امریکا بندېزونه لرې کول د ایران غوښتنه ده او امریکا نور په نړیواله کچه باوري نه دی، ځکه د هغه موجودیت په سیمه کې د امن پر ځای خطرونه زیات کړي دي.