کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان های کورټ د صوبې په تعلیمي نظام کې د اوږدې مودې بې نظمۍ سخت نوټس اخیستی او یو تاریخي او چاودیدونکی فیصله یې کړې ده. عدالت د تعلیم محکمې ته حکم کړی چې د یونین کونسل او ضلعي په بنیاد باندې بھرتي شوي ټول ښوونکي او غیر تدریسي عملې د کوټې د تبادلې امرونه دې په سمدستي توګه واپس واخیستل شي او هغوی دې خپلو اصلي ځایونو ته بېرته واستول شي.
د بلوچستان د عدالت عاليې چیف جسټس جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس محمد نجم الدین مینګل پر مشتمل دوه کسیزه بنچ د ډائریکټر سکولز د تعلیم محکمې پر ضد د دائر شوي آئيني درخواست اورېدنه وکړه.
درخواست کوونکي خیر محمد شاهین دریځ خپل کړی وو چې د تعلیم په محکمه کې د BPS-01 څخه تر BPS-15 پورې ټولې څوکۍ د یونین کونسل په بنیاد او د BPS-16 او تر هغې پورته څوکۍ په ډویژنل بنیادونو باندې اعلانېږي. د دې مقصد په پسمانده او لیرې پرتو سیمو کې ځايي خلکو ته روزګار او ځايي زده کوونکو ته د ښوونکو برابرول یقیني کول دي.
خو په درخواست کې دا افشا شوه چې ځینې ملازمین د ابتدايي مقررۍ نه سمدستي وروسته په بیلا بیلو طریقو او سفارش سره خپله تبادله د کوټې ضلعې ته کوي او د کوټې ښار په بیلا بیلو سکولونو، ادارو او نورو محکمو کې ځان اډجسټ کوي.
عدالت دا عمل د تعلیمي نظام لپاره تباه کوونکی وباله: په درخواست کې په نښه شوې وه چې د دې غیر قانوني عمل له امله:.په پسمانده ضلعو کې منظور شوې څوکۍ خالي پاتې کیږي. خالي څوکۍ بیا د نوې بھرتی لپاره کارول کیږي، په دې توګه د فساد یو نه ختمیدونکی لړۍ روانه وي. تر ټولو زیات زیان د دغو سیمو ځايي زده کوونکو ته رسیږي چې د ښوونکو د سخت کمښت او د تعلیمي اسانتیاوو د نشتوالي سره مخ دي.
عدالت سخت حکم صادر کړ چې د انفرادي مقدمو کې د عدالت لخوا د منظور شوو حکمونو پرته دې په نورو ټولو تبادلو باندې بیا کتنه وشي او په عدالتي حکم دې په بشپړه توګه عمل یقیني کړل شي.
دا فیصله د بلوچستان د لیرې پرتو سیمو لکه چمن، قلعه عبدالله، لورالائي، ژوب او ګوادر د خلکو لپاره د انصاف لویه بریا بلل کیږي.
