اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند)د دفتر خارجه ویاند ویلي چې پاکستان د متحده عربي اماراتو د براکه نیوکلیئر انرژۍ پلانټ پر ضد د ډرون برید سخته غندنه کوي او د اماراتو له حکومت او ولس سره بشپړه پیوستون څرګندوي. د دفتر خارجه په بیان کې ویل شوي چې د اټومي تاسیساتو قصدي هدف ګرځول د نړیوال قانون، نړیوال بشري قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې د اصولو ښکاره سرغړونه ده، او دا ډول غیرمسؤلانه اقدامات د انساني ژوند، چاپېریال او د سیمې او نړۍ د سولې لپاره خطرناک او نه جبرانېدونکي پایلې لرلی شي. پاکستان ټینګار کړی چې باید ټول اړخونه زغم وښيي، د نړیوال قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ادا کړي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې په سیمه کې کړکېچ زیاتوي، او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې خبرې اترې او سفارتکاري د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لاره ده. له بلې خوا د اسحاق ډار د قطر له وزیرِ مملکت خارجه سره هم د سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
