مقامی ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د مقتدره د اشارو پر بنسټ حکومت هېواد له سخت کړکېچ سره مخ کړی، مولانا عبدالرحمن رفیق

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام د کوټې ولسوالۍ امیر مولانا عبدالرحمن رفیق، ضلعي جنرل سیکرټري حاجي عین الله شمس او نورو مشرانو ویلي چې د واکمنانو ناسمې پالیسۍ، د ولس ضد پرېکړې او سیاسي انجینري هېواد له سختو بحرانونو سره مخ کړی او بندې لارې ته یې رسولی دی. مولانا عبدالرحمن رفیق وویل چې د ولسي مینډېټ له پامه غورځول او غیر استازي عناصرو ته د واک سپارل د هېواد پر سیاسي، اقتصادي او اداري نظام ناوړه اغېز کوي. د نوموړي په وینا، د ولس رایه له پامه غورځولو د ولس باور پر ډیموکراتیک نظام کمزوری کړی او د دولتي ادارو اعتبار یې زیانمن کړی دی. هغه وویل چې حقیقي منتخب استازي د ولس د ستونزو د استازیتوب او حل تر ټولو اغېزمنه وسیله ده، خو د فورم ۴۷ له لارې راغلي غیر استازي عناصر د ولسي ستونزو د حل پر ځای د خپل واک په ساتلو بوخت دي. د جمعیت علما اسلام مشرانو وویل چې ګراني، بې روزګاري او ناامني د ولس ستونزې زیاتې کړې دي. هغوی غوښتنه وکړه چې د ولسي مینډېټ درناوی، شفاف انتخابات او حقیقي استازو ته د واک سپارل یقیني شي.