پاکستان ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي د مذاکراتو د ناکامولو هڅه وکړه، محسن نقوي

لاهور (ویب نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي ویلي چې له اپوزیسیون سره په مذاکراتو کې د نږدې ټولو موضوعاتو په اړه موافقه شوې وه، خو د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل افریدي د مذاکراتو د ناکامولو هڅه وکړه. نوموړي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اپوزیسیون پلاوي په مذاکراتو کې په سنجیدګۍ ګډون وکړ او د ستونزې د حل لپاره یې هڅې وکړې. د هغه په وینا، پر ډېرو مهمو مواردو هوکړه شوې وه او د تړون مسوده هم چمتو شوې وه. محسن نقوي وویل چې د مسودې یوه کاپي یې ولسمشر ته وړاندې کړه او وزیراعظم ته یې هم د مذاکراتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل، خو له ولسمشر سره له لیدنې وروسته په مسوده کې ګڼ بدلونونه راوستل شول او مسوده څلور ځله جوړه او بدله شوه. هغه وویل که پرېکړې د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ کولې، نو باید خپله په مذاکراتو کې ګډون کړی وای. د نوموړي په وینا، کله چې مسوده وروستۍ شوه، سهیل افریدي یې له منلو انکار وکړ. محسن نقوي وویل چې حکومت به په هېڅ صورت د مې د نهمې په څېر پېښه بیا رامنځته کېدو ته اجازه ورنه کړي او د اسلام اباد های کورټ د حکم عملي کول به یقیني کړي. هغه زیاته کړه چې احتجاج د هر چا حق دی، خو پر اسلام اباد د برید اجازه به ورنه کړل شي او د قانون ماتونکو پر ضد به قانوني اقدام کېږي. نوموړي څرګنده کړه چې له دې وروسته به له اپوزیسیون سره نور مذاکرات نه کېږي.