اسلاماباد (ویب نیوز) د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناء الله ادعا کړې چې د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان لپاره د قانون له مخې له لندن څخه ډاکټر راوستل شوی و او هغه شفا روغتون ته لېږل د چا ضد نه وه. نوموړي ویلي چې د خیبر پښتونخوا د پي ټي آی حکومت په پنځو ضلعو کې د بیړني حالت لپاره چمتووالی نیولی و. رانا ثناء الله د سما ټي وي په یوه خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت پي ټي آی ته ویلي وو چې لانګ مارچ پای ته ورسوي، له هغې وروسته به د پي ټي آی له بنسټګر سره د ملاقات زمینه برابره شي. د هغه په وینا، له پي ټي آی سره خبرې ځکه شوې وې چې دغه ګوند د ترهګرۍ پر وړاندې خپل رول ولوبوي. نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د پالیسۍ جوړول د وفاقي حکومت واک دی او ټول ادارې باید د ترهګرۍ پر وړاندې له وفاقي حکومت سره ودرېږي. رانا ثناء الله د پي ټي آی لانګ مارچ ناکام وباله او ویې ویل چې دا ګوند اسلاماباد ته د رسېدو په حالت کې نه دی. هغه زیاته کړه چې حکومت نه غواړي د خیبر پښتونخوا حکومت په غیرقانوني ډول بدل کړي او باید مولانا فضل الرحمان هم په اعتماد کې واخیستل شي. د لومړي وزیر سلاکار وویل چې د پي ټي آی له ځینو کسانو سره یې ښې اړیکې دي او حکومت هېڅکله نه غوښتل چې له پي ټي آی سره د دښمنۍ اړیکې ولري. نوموړي زیاته کړه چې له پي ټي آی سره د مذاکراتو پرېکړه د ولسمشر او لومړي وزیر ګډه پرېکړه وه.
