پاکستان ۶ اکتوبر ۲۰۲۶

په اوږده لاریون کې د دولتي سرچینو د کارولو او د وسله والو کسانو د شتون ادعاوې

پېښور (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف د اوږده لاریون په اړه د دولتي سرچینو د کارولو، د محکمې د حکمونو د سرغړونې او د وسله والو کسانو د شتون ادعاوې مخې ته راغلې دي. د راپور له مخې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د دولتي هېلیکوپټر له لارې د اوږده لاریون لپاره لکي مروت ته تللی دی. د اسلام‌آباد عالي محکمې د سپتمبر په ۱۸مه د تحریک انصاف د اوږده لاریون په اړه تفصیلي پرېکړه خپره کړې وه او صوبايي حکومتونو او وزیرانو اعلی ته یې ویلي وو چې د سیاسي لاریونونو او احتجاجونو لپاره دې له دولتي سرچینو کار نه اخلي. د پرېکړې له مخې د سیاسي احتجاج لپاره د دولت پیسې، موټرې، هېلیکوپټرې، دولتي کارکوونکي او ماشینري نه شي کارول کېدای. محکمې سوله ییز احتجاج اساسي حق بللی، خو د وسلو له راوړلو یې منع کړې ده. د استخباراتي سرچینو په وینا په ټولنیزو او ډیجیټل رسنیو کې پر خپرو شویو ځینو انځورونو کې د لاریون د ګډونوالو په منځ کې وسله وال کسان لیدل کېږي. سرچینو ادعا کړې چې په دغو کسانو کې د یوه کس پېژندنه د ګل بهادر ډلې له غړي شهیدالله، چې په غازي مشهور دی، سره شوې او نوموړی د څو ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې ښکېل پاتې شوی دی. سرچینې وایي چې د لاریون په آړه کې د نورو مشکوکو کسانو د پېژندنې بهیر هم روان دی.