پېښور (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي چې د پي ټي آی اوږد لاریون له اټک څخه وړاندې نه شي تللی او د دې اجازه به ورنه کړل شي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې خیبر پښتونخوا دا مهال له ترهګرۍ سره مخ دی، خو پر صوبايي حکومت یې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو نه کولو تور ولګاوه. والي وویل چې د وفاق او پي ټي آی ترمنځ د خبرو او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه شوي او د لاریون پر مهال د هر ډول ناخوښې پېښې د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر مهم دي. هغه وویل چې ګورنر راج وروستی انتخاب دی او هېڅوک یې نه غواړي، خو که ولسمشر او وزیراعظم پرېکړه وکړي، نو د اساسي قانون له مخې به عملي شي.
