اسلاماباد (ویب نیوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف د احتجاجونو او پرلتونو سیاست د پاکستان د اقتصاد او نړیوال حیثیت لپاره زیانمن بللی او له پي ټي آی څخه یې د اوږده لاریون د ختمولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د کشمیر چوک انډرپاس د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې وویل چې حکومت او د پیپلز پارټۍ ګډې کمېټې د پي ټي آی له مشرانو سره د معنا لرونکو خبرو له لارې د ستونزو د حل هڅه وکړه، خو د نوموړي په وینا په هوکړه شوي مسوده کې د بیا بیا بدلون له امله خبرې بریالۍ نه شوې. وزیراعظم وویل چې احتجاجونه او پرلتونه د صادراتو، صنعتي تولید او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې منفي اغېز لرلی شي او د ولس د ځان او مال ساتنه د حکومت مسؤلیت دی. هغه وویل چې حکومت د اقتصادي ثبات او پرمختګ د دوام لپاره هڅې کوي. په دې موقع د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د کشمیر چوک انډرپاس پروژه به د یو میلیارد او ۴۵ کروړه روپیو په لګښت په یوه میاشت کې بشپړه شي او د اسلاماباد او راولپنډۍ ترمنځ به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې کړي.
