اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند)وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې هغه د امریکا او ایران ترمنځ د مستقیمو خبرو د دوهم پړاو او د تلپاتې سولې لپاره هیله من دی. په برتانوي ورځپاڼې سنډې ټایمز ته په یوه مرکه کې هغه وویل چې دا د پاکستان په تاریخ کې له روښانه پړاوونو څخه یو دی او نړۍ اوس پاکستان د یوه ایماندار ثالث په توګه پېژني چې نړیوال باور پرې لري. هغه زیاته کړه چې پاکستان د سولې د منځګړیتوب لپاره مهم رول لري او د اسلام آباد کې د خبرو د بل پړاو هڅې روانې دي. وزیراعظم وویل چې د سولې ترلاسه کول اسان کار نه دی او دې لپاره صبر او هوښیارتیا ته اړتیا ده، او دا چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه په ګډه کار کوي چې نړیواله ساکھ یې ښه شوې ده. هغه د اسحاق ډار او د بهرنیو اړیکو د هڅو ستاینه هم وکړه او د عاصم منیر د رول یادونه یې وکړه چې د ده په وینا د منځګړیتوب په هڅو کې مهم کردار لري.
