پاکستان ۱۹ مئی ۲۰۲۶

په اسلام آباد کې د نړیوالې بدھستي ورثې درېیمه نړیواله کانفرانس پېلېږي

اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان د ګندھارا تمدن او بدھستي تاریخي ورثې د نړیوالې کچې د معرفي کولو لپاره درېیمه نړیواله کانفرانس “بدھسټ هیریټېج آف پاکستان 2026” د مې له ۱۹مې څخه په اسلام آباد کې پېلېږي او تر ۲۳مې مې به دوام وکړي. د پاکستان ټورازم ډویلپمنټ کارپوریشن له لوري په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې دا کانفرانس د قائداعظم پوهنتون د هیومنسټک بدھزم ریسرچ سنټر تر سرپرستۍ لاندې د بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو په همکارۍ ترسره کېږي. په دې کانفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه نامتو سکالرز، محققین، د لرغونپوهنې ماهرین او د فرهنګي ورثې متخصصین ګډون کوي. د کانفرانس په جریان کې به د پاکستان د ګندھارا تمدن، د بدھزم تاریخي ځایونو، لرغونو آثارو، کلتوري تنوع او مذهبي سیاحت د ودې په اړه څېړنیزې مقالې او علمي بحثونه وړاندې کېږي. د تنظیموونکو په وینا د دې کانفرانس موخه د پاکستان تاریخي او کلتوري ورثه نړیوالې ټولنې ته ورپېژندل، بین‌الثقافتي اړیکې پیاوړې کول او د ګندھارا تمدن ارزښت روښانه کول دي، چې په دې کې د سلک روډ سنټر، د خیبر پښتونخوا د آثارِ قدیمه اداره، د مالایا پوهنتون او د ټیکسلا انسټیټیوټ آف آرکیالوجي اینډ سیولائزېشنز هم برخه لري.