باکو (ورځپاڼه نوی ژوند)د پنجاب وزیر اعلا مریم نواز ویلي چې د آذربایجان د ولسمشر الهام عليوف تر مشرۍ لاندې د دې هېواد پرمختګ د ستاینې وړ دی. هغې په باکو کې د ورلډ اربن فورم ته په وینا کې وویل چې پنجاب د جامع اقداماتو له لارې د بېلابېلو ننګونو پر وړاندې پرمختګ ته روان دی او د موسمي بدلونونو په نظر کې نیولو سره عصري انفراسټرکچر ته وده ورکوي. مریم نواز زیاته کړه چې د “ستھرا پنجاب” میګا پروژې له لارې د صفایۍ منظم نظام رامنځته شوی او د پنجاب اکنامک رجسټرې سروې هم پیل شوې ده. هغې وویل چې د ماډل ویلج پروګرام له مخې د صوبې شاوخوا دوه زره کلي په عصري اسانتیاوو سمبال کېږي تر څو کلیوالو سیمو ته هم مساوي پرمختیايي فرصتونه برابر شي.
