پاکستان ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران مذاکراتو کې مهم پرمختګ

اسلام آباد (ورځپاڼه نوی ژوند) د سیمې د سولې لپاره د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې د امریکا او ایران ترمنځ په روانو خبرو کې مهم پرمختګ رامنځته شوی او راتلونکي ۲۴ تر ۴۸ ساعتونه ډېر مهم بلل شوي دي. د راپورونو له مخې ایران د امریکا د تحفظاتو د لرې کولو لپاره یو ترمیم شوی ۱۴ نکاتي مسوده د پاکستان له لارې واشنګټن ته لېږلې ده. ایراني چارواکي وایي چې امریکا د ایران پر ضد د بندیزونو او د اټومي پروګرام په موضوع کې یو څه نرمښت ښودلی، په داسې حال کې چې ایران په نوي مسوده کې د ټولو بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه کړې ده. د محسن نقوي د راپور له مخې خپل د تهران سفر تر درېیمې ورځې پورې غځولی دی تر څو روان سفارتي تماسونه لا اغېزمن کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د پاکستان په منځګړیتوب د خبرو بهیر روان دی او دغه نوې مسوده د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم رول لوبولی شي.