مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

وزیراعلیٰ بلوچستان: امن، ترقیاتی منصوبې او ډیجیټل ګورننس لپاره مؤثر اقدامات روان دي

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د وزیراعلیٰ بلوچستان سرفراز بګټي په مشرۍ په بېلابېلو غونډو کې د صوبې د امن و امان، پرمختیایي پروژو، ډیجیټل ګورننس او د ولسي اسانتیاوو د برابرولو پر چارو تفصیلي جاج واخیستل شو. په غونډو کې د امنیتي وضعیت، د مون سون بارانونو د ممکنه اغېزو د مخنیوي، د صحت او تعلیم پروژو او پرمختیایي سکیمونو پرمختګ وڅېړل شو. وزیراعلیٰ اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ولسي ستونزو حل، شفافیت او میرټ دې هر صورت کې یقیني کړي او د مصنوعي ذهانت له لارې دې د حکومتي چارو موثریت نور هم لوړ کړي. هغه وویل چې د بلوچستان د پرمختګ لپاره د سرمایه کارۍ، لویو لارو، انفراسټرکچر او ډیجیټل نظام پروژې مهمې دي او حکومت ټول وسایل په کار اچوي.