تازه خبرونه ۹ اکتوبر ۲۰۲۶

له پاکستان څخه ترکیې ته ناقانونه کډوالي له ۷۰ سلنې څخه ۱۷ سلنې ته راټیټه شوې

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي په استانبول کې له خپل ترکي سیال مصطفیٰ چفچه سره ولیدل، چې پکې د ناقانونه کډوالۍ، ترهګرۍ، نشه‌یي توکو او منظمو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ پر پراختیا موافقه وشوه. محسن نقوي د ناقانونه کډوالۍ د مافیا پر ضد په پاکستان کې د ترسره شویو اقداماتو د پایلو په اړه خپل ترکي سیال ته معلومات ورکړل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د پاکستان اقدامات وستایل او ویې ویل چې له پاکستان څخه ترکیې ته ناقانونه کډوالي له ۷۰ سلنې څخه ۱۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. دواړو وزیرانو د دوه اړخیزې همکارۍ پر تړون لاسلیکونه وکړل او د ګډې کاري ډلې پر جوړولو یې هم هوکړه وکړه.