کوټه (ویب نیوز) حکومت د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې پورې د پټرولیمي محصولاتو د بیو د بدلون خبرتیا خپره کړې ده. د خبرتیا له مخې، د پټرولو بیه په لیټر کې ۶۶ پېسې کمه شوې او نوې بیه یې ۳۹۸ روپۍ او ۳۰ پېسې ټاکل شوې ده، خو د ډیزلو بیه په لیټر کې ۵۲ پېسې لوړه شوې او نوې بیه یې ۳۹۶ روپۍ او ۲۴ پېسې ټاکل شوې ده.
