کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې سپیکر کېپټن (ر) عبدالخالق اڅکزي وویل، د ځنګلونو په څانګه کې د ګومارنو د بېنظمۍ په تړاو د مسؤلینو پر ضد اقدامات شوي، نو د نوې پلټنیزې کمېټې جوړولو ته اړتیا نشته. بل لور ته مولانا هدایت الرحمن د سیپېک له مخې په بلوچستان کې د پیل شویو پروژو او دویم پړاو ته د شاملو نویو منصوبو تفصیلات وغوښتل. اسمبلۍ د ځانګړو اړتیاوو لرونکو کسانو د حقونو، تعلیم، روزګار او په دولتي دندو کې د ځانګړي کوټې د عملي کېدو په اړه قرارداد هم په اتفاق منظور کړ.
