تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په بارکھان کې د سي ټي ډي عملیات؛ ۱۰ مشکوک وسله‌وال وژل شوي

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د بارکھان ولسوالۍ په راړه شم سیمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال د ۱۰ مشکوکو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې ده. د سي ټي ډي ویاند ویلي چې د ډزو په تبادله کې دغه کسان وژل شوي او له هغوی څخه په زیاته اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي. د عملیاتو پر مهال د سي ټي ډي دوه سرتېري هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د بلوچستان د اعلی وزیر د اطلاعاتو او سیاسي چارو مرستیال شاهد رند او د کورنیو چارو د څانګې مرستیال بابر یوسفزي د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې په صوبه کې به د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره اقدامات روان وي.