تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

بلوچستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له دولت سره ولاړ دی، میر ضیاالله لانګو

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي چې د بلوچستان حکومت او ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له دولت سره ولاړ دي او د سولې، ثبات او پرمختګ ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي په خپل بیان کې د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتي چې د سیاسي ټکر پر ځای د ځوانانو تعلیم، لوبو، مهارتونو او روزګار ته پاملرنه وکړي. هغه ویلي چې د احتجاج او ټکر سیاست ستونزې نه حل کوي، بلکې د خلکو ستونزې او اقتصادي زیانونه زیاتولای شي. نوموړي پر سیاسي مشرانو ټینګار کړی چې اختلافات د اساسي قانون، قانوني لارو، مذاکراتو او ډیموکراتیکو اصولو له مخې حل کړي.