کوټه (ډیلي نوی ژوند) وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د پاکستان هوایي برتري او عصري میزایل وړتیا د دښمن لپاره څرګند پیغام دی او د هېواد دفاع به په هر صورت قوي ساتل کېږي. هغه د کمانډ اینډ سټاف کالج کوټه کې د وینا پر مهال وویل چې د وطن د ساتونکو ترمنځ شتون ورته ویاړ دی او ټول ملت پر خپلو وسله والو ځواکونو فخر کوي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان په تېرو وختونو کې د دښمن د یرغلونو مؤثر ځواب ورکړی او خپل دفاعي صلاحیتونه یې په عملي ډول ثابت کړي دي. وزیراعظم وویل چې په سفارتي کچه هم د پاکستان دریځ ته نړیواله ستاینه ترلاسه شوې ده او د هېواد تګلاره تل د سولې او خبرو اترو پر بنسټ ولاړه ده. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه به په بشپړ ځواک سره روانه وي او له دې ناورغۍ څخه به هېواد پاک کړی شي، په داسې حال کې چې د افغان طالبانو سره تړلو ترهګریزو شبکو او د هغوی د سهولتکارانو پر ضد به هم جدي اقدامات کېږي څو په هېواد کې امن او ثبات ټینګ شي.
