کوټه (ډیلي نوی ژوند) په اډیاله جېل کې د باني پی ټي آی د اغېزمنې سترګې تفصیلي طبي معاینه بشپړه شوې ده. د جېل د سرچینو له مخې څلور کسیزه طبي ډله شاوخوا یو نیم ساعت د جېل دننه موجوده وه، چې په کې د پمز روغتون درې ډاکټران او یو ټېکنیشن شامل وو، په داسې حال کې چې د متخصصینو هم مرسته کړې ده. راپورونه وايي چې د سترګو متخصص ډاکټر عارف خان او پروفېسر ندیم قریشي د باني پی ټي آی د سترګې فالو اپ معاینه وکړه او د اړتیا وړ طبي وسایل هم له ډلې سره جېل ته راوړل شوي وو. د جېل چارواکو په وینا له معاینې وروسته طبي ډله بېرته اډیاله جېل څخه ستنه شوې او راپور به د اسلام آباد کمشنر ته ولېږل شي.
