تازه خبرونه ۱۹ مئی ۲۰۲۶

په تربت کې نامعلومو وسله‌والو ډزې، د سي ټي ډي یو سرتېری وژل شوی

کوټه (ډیلي نوی ژوند) د بلوچستان د کیچ ضلعې په مرکزي ښار تربت کې نامعلومو مسلح کسانو د ډزو په پېښه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) یو سرتېری وژل شوی دی. د پولیسو د سرچینو له مخې پېښه د تربت د ملک آباد په سیمه کې رامنځته شوې، چې پکې نامعلومو حمله کوونکو هدفمند ډزې کړي او سرتېری په ځای وژل شوی دی. د تربت پولیسو چارواکو د وژل شوي سرتېري پېژندګلوي د شبیر احمد آسکاني په نوم کړې ده. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي، په داسې حال کې چې د بریدګرو د نیولو لپاره هڅې روانې دي. یادونه کېږي چې تر دې وړاندې هم د شنبې په ورځ په همدې سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې وه، چې له امله یې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.