کوټه (ډیلي نوی ژوند) د وزیراعظم پاکستان د کوئټې د یو ورځني سفر پر مهال په صوبایي مرکز کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د پلان له مخې د کوئټې حساسه سیمه ریډ زون، ګورنر هاوس او وزیراعلی هاوس ته تلونکي ټولې لارې د خاردار تارونو او خنډونو په وسیله تړل شوي دي. د ښار په مهمو چوکونو او سړکونو کې د ایف سي او پولیسو قوي نفري ځای پر ځای شوې ده او د ریډ زون لور ته د تګ راتګ سخت څار روان دی. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او د بدیل لارو کار واخلي.
