کوټه (ډیلي نوی ژوند) د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر او نورو استادانو د مبینه تښتونې پر ضد په ټول بلوچستان کې سخت غبرګون څرګند شوی او په ټولو لویو پوهنتونونو کې “یومِ سیاہ” لمانځل شوی دی. د اکیډمک سټاف ایسوسی ایشن او فاپواسا بلوچستان د اعلان له مخې د پوهنتونونو استادانو، افسرانو او کارکوونکو د کالیو پټۍ تړلو سره پر سولهییز ډول احتجاج وکړ او د مغوی استادانو د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. د احتجاج کوونکو په وینا په بلوچستان کې د استادانو او پوهانو د تښتونې او هدفي وژنو پېښې د تعلیمي نظام لپاره جدي خطر ګرځېدلی دی. دوی اعلان کړی چې سبا به د صوبې په ټولو پوهنتونونو کې پراخ احتجاجي مظاهرې هم ترسره شي.
