کوټه (وېب نیوز) د کوټې پر سړک د برشونکی په سیمه کې د رخشان ډویژن کمشنر اسدالله کاکړ د نامعلومو وسلهوالو کسانو له خوا د ځان سره د بیولو راپورونه ترلاسه شوي دي. د سرچینو په وینا، پېښه پر لویه لاره شوې، خو تر اوسه یې نور جزئیات نه دي څرګند شوي. د کمشنر اسدالله کاکړ د احتمالي تښتونې د رسمي تایید او د هغه د خوندي بېرته موندلو په اړه د معلوماتو انتظار کېږي. د نورو جزئیاتو له ترلاسه کېدو سره به خبر تازه شي.
