کوټه (ډیلي نوی ژوند) د عیدالاضحی د موسم له پیل سره هم مهاله د بلوچستان د لایو سټاک په محکمه کې لویه پېښه مخې ته راغلې، چې پکې د کوئټې مسلخ له سرکاري فارم څخه ۴۰۰ قیمتي دنبې ناڅاپه او په پراسرار ډول ورک شوي دي. د راپورونو له مخې د لایو سټاک چارواکو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نامعلومو کسانو د سخت امنیتي او اداري موجودیت باوجود دغه بشپړ ریوړ له فارم څخه انتقال کړی دی. پېښې د ادارې امنیتي انتظامات تر پوښتنې لاندې راولي او له اړوندو حلقو غوښتنه شوې چې د دې لویې غلا د حقیقت معلومولو لپاره لوړ پوړې څېړنیزه کمېټه جوړه شي.
