کوټه (ډیلي نوی ژوند) د بلوچستان هایکورټ د کوئټې د سمنګلي او سریاب سروس روډ د ژر بشپړولو سخت امر کړی او د جوائنټ روډ پر متنازع پلاټونو د اوپن بولۍ ټول پروسه یې ودرولې ده. د چیف جسټس جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس نجم الدین مینګل په مشرۍ دوه کسیزه بینچ د ښار د ټرافیک، سړکونو پراختیا او رېلوې ځمکو د کارولو په اړه مهمې قضیې واورېدې. عدالت اړوندو ادارو ته امر کړی چې د پرمختیایي پروژو د ځنډ مخه ونیسي او د ښار لپاره جامع ټرافیک پلان وړاندې کړي.
