تازه خبرونه ۱۹ مئی ۲۰۲۶

کوئټه کې د ایپکس کمیټې مهمه غونډه، امنیتي او پرمختیایي پرېکړې

کوټه (ډیلي نوی ژوند) د وزیراعظم پاکستان په مشرۍ په کوئټه کې د نیشنل ایکشن پلان صوبایي ایپکس کمیټې مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې د بلوچستان امنیتي وضعیت، پرمختیایي پروژو او ګورننس په اړه تفصیلي بحث شوی دی. غونډې ته د امنیتي ادارو او وفاقي وزیرانو ګډون کړی و او د بلوچستان د معدنیاتو د خوندیتوب لپاره د قوي امنیتي راډه جوړولو پرېکړه شوې ده. د راپور له مخې په رخشان ډویژن کې د ایف سي د اضافي ځواکونو ځای پر ځای کولو او د نوو چیک پوسټونو جوړولو امر هم شوی دی. چارواکو ویلي چې په صوبه کې د تعلیم، صحت او انفراسټرکچر په برخو کې پرمختګ روان دی او پولیو د کنټرول په برخه کې هم مهمې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.