کوټه (ډیلي نوی ژوند) د وندر په میران پیر روډ کې د ټي سي اېف ښوونځي ته نږدې په یوه کور کې زوروره چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او کور په بشپړ ډول نړېدلی دی. د پولیسو او ریسکیو سرچینو په وینا د لاقرها اوسېدونکي نصیر احمد خاصخېلي په کور کې یو فلزي شی د عادي اوسپنې په ګومان پرې کولو هڅه کوله چې ناڅاپه وچاودېد. پولیس وایي چې دغه شی احتمالاً یو ګولۍ (بارودي مواد) و چې د پرې کولو پر مهال چاودنه وشوه، خو د کورنۍ غړي وایي چې دا د ګاز سلنډر چاودنه وه. د چاودنې شدت دومره زیات و چې د سیمې خلک یې سخت وډار کړل او کور بشپړ ویجاړ شو. د پېښې وروسته ریسکیو 1122، پولیس او نورې ادارې سیمې ته ورسېدې او د مرستې عملیات یې ترسره کړل.
