تازه خبرونه ۱۹ مئی ۲۰۲۶

هزارګی کلچر ډې: د امن، روادارۍ او پرمختګ پیغام

کوټه (ډیلي نوی ژوند) د عوامي نېشنل پارټۍ د هزارګي کلچر ډې په موقع د هزاره قوم، هزاره ډیموکریټک پارټۍ او هزاره سټوډنټس فیډریشن مشرانو او غړو ته مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي چې هزارګي کلتور د امن، زغم او پرمختګ ښکلی انځور وړاندې کوي. هغه وویل چې د هزاره قوم فرهنګي ارزښتونه او دودونه د ټولنې د مثبتو اړخونو استازیتوب کوي او د افراطیت پر ضد قوي پیغام لري. دغه موقعه د کوئټې په یزدان خان فوټبال اسټیډیم کې ولمانځل شوه چې پکې کلتوري نندارې، موسیقي، مشاعره او دودیز خوراکونه وړاندې شول. ګډونوالو وویل چې د بلوچستان ټول قومونه باید یو بل ته نږدې شي او د یووالي، ورورولۍ او سولې فضا نوره هم پیاوړې کړي.