کوټه کوټه (نوی ژوند کوټه) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلعې مشرانو مولانا عبدالرحمن رفیق، حاجي عین الله شمس، مولانا خورشید احمد او نورو مشرانو په ګډ بیان کې ویلي چې جمعیت علمای اسلام تل د مظلومو او بې وسه طبقو غږ پاتې شوی او د حق او انصاف لپاره یې تاریخي مبارزه کړې ده.په بیان کې ویل شوي چې په هېواد کې د لوړې بې روزګارۍ، بې امنۍ او ګرانۍ پر ضد د ۲۲ مې نېټې لویه احتجاجي لاریون ترسره کېږي چې هدف یې د ولسي حقونو او ستونزو غږ پورته کول دي.مشرانو ویلي چې اوسنی نظام د خلکو د ستونزو حل پر ځای زیاتې ستونزې جوړوي او ولس باید په پراخه کچه په دې احتجاج کې برخه واخلي.
