مقامی ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د سول هسپتال ټراما سینټر د قیمتي مشینرۍ د لېږد پر ضد د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن سخت غبرګون

کوټه (نوی ژوند کوټه) د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن بلوچستان ویلي چې د صحت محکمه له لوري د سول هسپتال ټراما سینټر قیمتي مشینري په زور د اسپني روډ ته انتقالول د عامو خلکو د درملنې حق تر پښو لاندې کول دي.د ډاکټرانو په وینا، دا اقدام نه یوازې د ټراما سینټر فعال نظام کمزوری کوي بلکې د ایمرجنسي مریضانو ژوند له خطر سره مخ کوي. دوی ویلي چې ځینې چارواکي د شخصي ګټو لپاره روغتیايي ادارې زیانمنوي.د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن غوښتنه کړې چې انتقال شوې مشینري دې بېرته راوګرځول شي، ټراما سینټر دې فعال وساتل شي، او ملوث چارواکي دې قانون ته وسپارل شي. دوی خبرداری ورکړی چې که دا پرېکړه بېرته وانخیستل شي نو سخته احتجاجي لړۍ به پیل کړي.